دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 216410
فاریاب کې د ملي‌اردو سرتېري پر یوې ۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی
د فاریاب د بلچراغ ولسوالي یوه اوسېدونکي ملا‌محمد  ویلي چې د ملي‌اردو یوه سرتېري پر یوې اووه کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د نوموړي په وینا، دغه سرتېری د سرپل اوسېدونکی دی. دا پېښه پرون په بلچراغ ولسوالي کې شوې ده. ملامحمد وايي، له یادې پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو لاریون وکړ او د یاد سرتېري د ور سپارلو غوښتنه یې وکړه.


هغه زیاتوي، د ملي‌اردو سرتېرو د لاریون پر مهال پر معترضانو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او ۴ ملکیان ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د لومړۍ لوا قوماندان انصاف‌الله دولت‌زی هم دا خبر تاییدوي. هغه وايي، کوم سرتېري چې دا جرم کړی، عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.
د یادې قول‌اردو په یوه خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د پېښې د څېړلو لپاره د دې قول‌اردو قوماندان جنرال علیزي په مشري یو پلاوی بلچراغ ولسوالي ته تللی دی. څارنوال او څېړونکي هم د دغه پلاوي ګډونوال دي.
https://avapress.com/vdcjvme8yuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته