کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۶۲ زره واوښت

20 اسد 1399 ساعت 12:27

په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونه ته نېږدې شوی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۲۰۵ تنو ته رسېدلی دی.


د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۰۱ زره او ۴۹، په مکسیکو کې ۵۲ زره او ۲۹۸، په بریټانیا کې ۴۶ زره ۶۵۹، په هند کې ۴۴ زره او ۳۸۶، په ایران کې ۱۸ زره او ۴۲۷ او په پاکستان کې ۶۰۹۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی. 


د مطلب کود: 216447

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216447/په-امریکا-کې-د-کویډ-۱۹-قربانیانو-شمېر-تر-یو-لک-او-۶۲-زره-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com