کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې ماین چاودنې درېیو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

21 اسد 1399 ساعت 9:45

د کابل د ۱۱مې امنیتي حوزې په سیمه کې په یو هایلکس موټر شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی دی.

د کابل پولیسو ویلي‌ دي‌ چې دا چاودنه د مقناطیسي بم له امله رامنځته شوې ده.




د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار اووه بجې د یولسمې حوزې په مربوطاتو کې د خیرخانې د نوې پروژې سړک په سیمه کې پر یو هایلکس موټر د ماین چاودنه شوې ده. دی زیاتوي چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د پېښې انګېزه معلومه نه ده او پولیس د دې پېښې څېړنه کوي. تر اوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډ‌لې پر غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 216495

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216495/په-کابل-کې-ماین-چاودنې-درېیو-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com