کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ايران د بين‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

21 اسد 1399 ساعت 10:41

يران د مشورتي لويې جرګې له پرېکړو هرکلی کړی او د بين‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته يې چمتووالی ښودلی.

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي ابراهيم طاهريان ویلي، دغه هېواد د افغانستان د ګاونډي په توګه چمتو دی چې د بين‌الافغاني خبرو کوربه‌توب وکړي.

طاهريان هيله څرګنده کړې چې افغانستان کې روانې جګړې ودرېږي او اوربند ټينګ شي. نوموړي ويلي، ايران د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هيله څرګندوي چې لږ تر لږه د بين‌الافغاني خبرو د يوې برخې کوربه‌توب ورکړل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، تر دې مهاله ۱۲ هېوادونو د بين‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتووالي ښودلی خو ټاکل شوې د دې خبرو لومړی پړاو ډېر ژر په دوحه کې پيل شي.



د مطلب کود: 216507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216507/ايران-د-بين-الافغاني-خبرو-کوربه-توب-ته-چمتووالی-وښود

آوا
  https://www.avapress.com