کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اماراتي شرکت په افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه وکړه

23 اسد 1399 ساعت 8:28

په افغانستان کې د ۳ زره میګا واټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو د (PAL 4SOLAR energy LLC) نومي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.


دا هوکړه لیک پرون سه شنبه د اماراتي کمپنۍ مشر محمد ظفر، د افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد مشر عطاالله نصیب او د افغانستان برښنا شرکت مشر احمد داوود نورزي ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي ښار کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شو.
برښنا شرکت وایي دغه شرکت به د دې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.
تر اوسه ددې پانګونې د کچې، ځای او څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.
افغانستان د کورونو روښانولو او اقتصادي چارو لپاره ټولټال ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 216630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216630/اماراتي-شرکت-په-افغانستان-کې-د-۳-زره-میګاواټه-لمریزې-برښنا-تولید-هوکړه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com