کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نورستان کې کورني ګرځندویان زیات شوي

25 اسد 1399 ساعت 9:53

د ملي پارک په توګه د نورستان له اعلانېدو وروسته دغه ولایت ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

د نورستان چارواکي وایي، یوازې په تېر شوي لوی اختر کې د سوېلي ولایتونو په ګډون د هېواد له ګوټ ګوت څخه لس زره سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي او هلته یې له تاریخي سیمو او ځنګلونو لیدنه کړې ده.

خو سیلانیان او د نورستان ولایتي شورا دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي او وایي، د ملي پارک په توګه د نورستان له اعلان وروسته یاد ولایت ته د پام وړ کار نه دی شوی.

که څه هم نورستان ته په ورغلو لارو سفر کول له ستونزو ډک دی خو بیا هم د هېواد له بېلابېلو سیمو دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او دغه ښایسته ولایت د خلکو پام ځانته ور اړولی دی.



د مطلب کود: 216737

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216737/په-نورستان-کې-کورني-ګرځندویان-زیات-شوي

آوا
  https://www.avapress.com