کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

WHO: د خوراکي موادو له لارې په کرونا د اخته کېدو څخه مه وېرېږئ

25 اسد 1399 ساعت 10:04

د روغتيا نړیوال سازمان وایي، خلک دې د خوړو له لارې په کرونا وایروس له اخته کېدو نه وېرېږي.
د روغتيا نړیوال سازمان د بېړنیو مرستو د پروګرام مشر مایک راین پرون یو خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، خلک دې له خوړو، د خوړو د موادو له بستو او پروسس شویو او دغه راز په سفارش را غوښتل شویو خوړو څخه نه وېرېږي.



راین وایي، داسې کوم سند نشته چې وښيي خوراکي مواد یا هم د خوراکي موادو له لارې دې خلک په کرونا وایروس اخته شي.
په دې اړه اندېښنې وروسته تر هغه را پورته شوې چې چینایي څېړونکو وویل، د کرونا وایروس نښې یې په خوراکي موادو او د هغو په بستو کې موندلې دي.


د مطلب کود: 216740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216740/who-د-خوراکي-موادو-له-لارې-په-کرونا-اخته-کېدو-څخه-مه-وېرېږئ

آوا
  https://www.avapress.com