کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د احصايې ملي اداره: هرات کې څه باندې ۲ مېليونه وګړي ژوند کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 اسد 1399 ساعت 10:22

د افغانستان د احصايې ملي اداره وايي، په هرات ولایت کې ټول ۲ میلیونه ۱۴۰ زره او ۶۶۲ تنه ژوند کوي.


د دغه ادارې له لوري په تازه خپرو شمېرو کې راغلي چې له دې ډلې ۱ مېلیون ۷۸ زره ۸۷۷ تنه یې نارینه او ۱ میلیونه ۶۱ زره او ۷۸۵ تنې یې ښځې دي.
د احصايې ملي ادارې دغه راز ويلي چې د هرات د ټول نفوس ۶۵۲ زره او ۱۱۴ تنه یې په ښار او ۱ میلیون ۴۸۸ زره ۵۴۸ تنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.
د احصايې ملي ادارې تر دې وړاندې د کابل ولايت او ټول افغانستان د وګړو شمېر هم خپور کړی و.


د مطلب کود: 216746

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216746/د-احصايې-ملي-اداره-هرات-کې-څه-باندې-۲-مېليونه-وګړي-ژوند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com