دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 216746
د احصايې ملي اداره: هرات کې څه باندې ۲ مېليونه وګړي ژوند کوي
د افغانستان د احصايې ملي اداره وايي، په هرات ولایت کې ټول ۲ میلیونه ۱۴۰ زره او ۶۶۲ تنه ژوند کوي.
د دغه ادارې له لوري په تازه خپرو شمېرو کې راغلي چې له دې ډلې ۱ مېلیون ۷۸ زره ۸۷۷ تنه یې نارینه او ۱ میلیونه ۶۱ زره او ۷۸۵ تنې یې ښځې دي.
د احصايې ملي ادارې دغه راز ويلي چې د هرات د ټول نفوس ۶۵۲ زره او ۱۱۴ تنه یې په ښار او ۱ میلیون ۴۸۸ زره ۵۴۸ تنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.
د احصايې ملي ادارې تر دې وړاندې د کابل ولايت او ټول افغانستان د وګړو شمېر هم خپور کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba0b50rhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته