کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د کرونا ۳۵ تازه پېښې ثبت شوې

25 اسد 1399 ساعت 11:02

د هرات ولايت د عامې روغتیا رياست وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولايت کې د کرونا ۳۵ تازه پېښې ثبت شوې دي.

د دغه رياست په خبره، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ دوه تنه مړه شوي هم دي.

په دې سره په ټوليز ډول په هرات کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۹۴۸ ته ورسېد.

له بل لوري په دغه ولايت کې له کرونا ناروغۍ د مړو شوو کسانو شمېر ۲۱۷ ته پورته شو.



د مطلب کود: 216752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216752/هرات-کې-د-کرونا-۳۵-تازه-پېښې-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com