کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاپیسا کې د افغان پوځ د يوه کنډک قومندان وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 اسد 1399 ساعت 12:20

د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوی.


د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش خامه پرس ته وویل، یاده پېښه پرون ماښام ناوخته د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو او ملي اردو ځواکونو تر منځ نښته روانه وه.
نوموړي وویل، په دغه نښته کې د ملي اردو د یو کنډک قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوي او څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
شورش وايي، په دغه نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو د دقیقو شمېرو په اړه معلومات نلري.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.


د مطلب کود: 216765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216765/کاپیسا-کې-د-افغان-پوځ-يوه-کنډک-قومندان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com