کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: مذاکراتي پلاوی به له پراخ ملاتړ سره د سولې خبرو ته ځي

25 اسد 1399 ساعت 14:55

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان حکومت د سولې له مذاکراتي ټیم سره په لیدنه کې ویلي، د سولې مرکچي پلاوی به له یو قوي ملاتړ سره د خبرو مېز ته ځي.

د سپیدار ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د عبدالله عبدالله له قوله راغلي:

لویې جرګې د افغانستان له مذاکراتي ټیم څخه ملاتړ کړی او دغه پلاوی به له یو قوي ملاتړ سره د خبرو مېز ته کښېني.

د خبرپاڼې په خبره، عبدالله ویلي، د مرکچي پلاوي لومړۍ او اساسي اجنډا به په افغانستان کې سراسري اوربند وي او د افغانستان د څو لسیزو لاسته راوړنو به دفاع کوي.

دغه راز د افغان حکومت د سولې مذاکراتي ټیم د بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی ښودلی او د مذاکراتو له جریانه یې د خبر رسونې ډاډ هم ورکړی.

ټاکل شوې چې د افغان حکومت د سولې مذاکراتي ټيم به په نیږدې څو ورځو کې له طالبانو سره د خبرو کولو لپاره قطر ته لاړ شي.



د مطلب کود: 216782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216782/عبدالله-مذاکراتي-پلاوی-له-پراخ-ملاتړ-سره-د-سولې-خبرو-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com