کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان چارواکي: د هوايي دهلیز له لارې ۲۹ سلنه صادرات زیات شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 اسد 1399 ساعت 15:10

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال د لومړیو ۷ میاشتو پرتله سږ کال د هېواد ۲۹ سلنه صادرات د هوايي دهلیز له لارې زیات شوي.


د دې وزارت د مطبوعاتو برخې مسئول جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې کرونا ویروس د روان کال په لومړیو ۲ میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه راکمه کړې و خو د خصوصي سکټور او د حکومت په هڅو سره دغه اوښتی زیان بېرته جبران شو.
د ښاغلي دبیر په خبره، اوس د افغانستان وچه او تازه میوه د هوايي دهلیزونو له لارې په اساني سره د نورو هېوادنو ته صادرېږي.
نوموړي وايي، روان بهیر د ټولو روغتیايي سپارښتونو سره په پام کې ادامه لري.


د مطلب کود: 216786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216786/افغان-چارواکي-د-هوايي-دهلیز-له-لارې-۲۹-سلنه-صادرات-زیات-شوي

آوا
  https://www.avapress.com