کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرونا د ملکي هوايي چلند ادارې ته څلور مېليونه ډالره زيان اړولی

26 اسد 1399 ساعت 10:51

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د کرونا وايروس د خپرېدو له کبله يې د روان کال په لومړیو شپږو مياشتو کې عوايد څلور مېليونه ډالر را کم شوي دي.

د دغه ادارې مشر قاسم وفايي‌زاده پرون په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د دغه ادارې د روان کال د شپږو مياشتو عوايد د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو له عوايدو ۴ مېليونه ډالر کم دي.

د نوموړي په خبره، کرونا وايروس د دوی پر عوايدو مستقيم اغېز درلود.

د ملکي هوايي چلند ادارې مشر زياته کړه، د قرنطين په ورځو کې ۴۱۲ بهرنۍ او ۲۲۲ کورنۍ الوتنې ترسره شوې دي.



د مطلب کود: 216842

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216842/کرونا-د-ملکي-هوايي-چلند-ادارې-ته-څلور-مېليونه-ډالره-زيان-اړولی

آوا
  https://www.avapress.com