د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د کرونا وايروس د خپرېدو له کبله يې د روان کال په لومړیو شپږو مياشتو کې عوايد څلور مېليونه ډالر را کم شوي دي.
د دغه ادارې مشر قاسم وفاييزاده پرون په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د دغه ادارې د روان کال د شپږو مياشتو عوايد د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو له عوايدو ۴ مېليونه ډالر کم دي.
د نوموړي په خبره، کرونا وايروس د دوی پر عوايدو مستقيم اغېز درلود.
د ملکي هوايي چلند ادارې مشر زياته کړه، د قرنطين په ورځو کې ۴۱۲ بهرنۍ او ۲۲۲ کورنۍ الوتنې ترسره شوې دي.