کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د ډېورنډ کرښې ته څیرمه پوځي مشقونه کړی

26 اسد 1399 ساعت 19:07

افغان ځواکونو په ننګرهار

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د ډېورنډ پولې ته څېرمه د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ په ګوڅړۍ سيمه کې دفاعي ملي امنيتي ځواکونو نظامي تمرینات (مشقونه) ترسره کړي دي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پوځي مشقونو کې پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده.

خبرپاڼې زیاته کړې، د مسلحو ځواکونو لوی درستيز ستر جنرال محمد ياسين ضياء د ملي دفاع وزارت له يو شمېر نورو جنرالانو او افسرانو سره دا نظامي تمرینات له نزدې وکتل.

سرچینې زیاته کړې د وسله والو ځواکونو لويی درستيز جنرال یاسین ضیاء وويل : زمونږ نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پېغام لري.

هغه ویلي، چې پېغام یې د افغانستان ولسونو او دوستانو دا دى، چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډ ولرٸ، چې دا ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د بيروني او داخلي دښمنانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولى شي.

ويل شوي چې لوی درستیز وایي زمونږ پېغام د افغانستان دښمنانو ته دا دى، مونږه ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو، که چيرې د جنګ نه لاس وا نخلئ له منځه به يوړل شئ.



د مطلب کود: 216900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216900/افغان-ځواکونو-په-ننګرهار-کې-د-ډېورنډ-کرښې-ته-څیرمه-پوځي-مشقونه-کړی

آوا
  https://www.avapress.com