دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 216900
افغان ځواکونو په ننګرهار د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د ډېورنډ پولې ته څېرمه د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ په ګوڅړۍ سيمه کې دفاعي ملي امنيتي ځواکونو نظامي تمرینات (مشقونه) ترسره کړي دي. د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پوځي مشقونو کې پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده. خبرپاڼې زیاته کړې، د مسلحو ځواکونو لوی درستيز ستر جنرال محمد ياسين ضياء د ملي دفاع وزارت له يو شمېر نورو جنرالانو او افسرانو سره دا نظامي تمرینات له نزدې وکتل. سرچینې زیاته کړې د وسله والو ځواکونو لويی درستيز جنرال یاسین ضیاء وويل : زمونږ نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پېغام لري. هغه ویلي، چې پېغام یې د افغانستان ولسونو او دوستانو دا دى، چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډ ولرٸ، چې دا ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د بيروني او داخلي دښمنانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولى شي. ويل شوي چې لوی درستیز وایي زمونږ پېغام د افغانستان دښمنانو ته دا دى، مونږه ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو، که چيرې د جنګ نه لاس وا نخلئ له منځه به يوړل شئ.
https://avapress.com/vdcdz90xzyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته