کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي ځواکونو اته کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 اسد 1399 ساعت 15:15

د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بېلا بېلو عملیاتو کې اته کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ننګرهار، فاریاب، او کونړ ولایتونو کې د څو بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته کسان د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تور له ۱۹ ګرامه چرس، ټابلیټ کا، او ښیښې سره نیولي دي.
په خبرپانې کې دغه راز راغلي، چې یادو ځواکونو د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې یې څلور ګرامه چرس، الکولي څښاک، او نشه‌ کوونکي تابلیټونه او همدارنګه جنګي مهمات چې لاسي بمونه او د کلاشنکوف ګولۍ هم په کې شاملې وې له یو استوګنیز کور څخه کشف او ترلاسه کړي دي.


د مطلب کود: 216955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216955/امنیتي-ځواکونو-اته-کسان-د-نشه-یي-توکو-قاچاق-په-تور-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com