دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 216955
امنیتي ځواکونو اته کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بېلا بېلو عملیاتو کې اته کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ننګرهار، فاریاب، او کونړ ولایتونو کې د څو بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته کسان د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تور له ۱۹ ګرامه چرس، ټابلیټ کا، او ښیښې سره نیولي دي.
په خبرپانې کې دغه راز راغلي، چې یادو ځواکونو د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې یې څلور ګرامه چرس، الکولي څښاک، او نشه‌ کوونکي تابلیټونه او همدارنګه جنګي مهمات چې لاسي بمونه او د کلاشنکوف ګولۍ هم په کې شاملې وې له یو استوګنیز کور څخه کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdk90xkyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته