کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ: له افغانستانه د سرتېرو ايستل زما ستره لاسته راوړنه ده

28 اسد 1399 ساعت 8:30

د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغانستانه د سرتېرو ايستل د نوموړي ستره لاسته راوړنه ده.

ډونالډ ټرمپ په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي، امريکا به تر ولسمشريزو ټاکنو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر څلورو يا پنځو زرو راکم کړي.

ټرمپ دغه راز ټينګار کړی چې په سوريه او عراق کې يې خپل سرتېري راکم کړي دي. نوموړي دا خبرې د هغه پوښتنې په ځواب که وکړې چې د ولسمشرۍ پر مهال نوموړي امريکا ته څه کړي دي؟

ټرمپ دغه راز وويل، پر ايران فشارونه او د اسراييلو او عربي متحده اماراتو تر منځ د اړيکو عادي کول هم د ده په لاسته راوړنو کې شامل دي.

د روان لمريز کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د طالبانو او امريکا تر منځ د هوکړې له مخې بايد دغه هېواد په ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي.



د مطلب کود: 216979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216979/ټرمپ-له-افغانستانه-د-سرتېرو-ايستل-زما-ستره-لاسته-راوړنه-ده

آوا
  https://www.avapress.com