دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 216979
ټرمپ: له افغانستانه د سرتېرو ايستل زما ستره لاسته راوړنه ده
د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغانستانه د سرتېرو ايستل د نوموړي ستره لاسته راوړنه ده. ډونالډ ټرمپ په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي، امريکا به تر ولسمشريزو ټاکنو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر څلورو يا پنځو زرو راکم کړي. ټرمپ دغه راز ټينګار کړی چې په سوريه او عراق کې يې خپل سرتېري راکم کړي دي. نوموړي دا خبرې د هغه پوښتنې په ځواب که وکړې چې د ولسمشرۍ پر مهال نوموړي امريکا ته څه کړي دي؟ ټرمپ دغه راز وويل، پر ايران فشارونه او د اسراييلو او عربي متحده اماراتو تر منځ د اړيکو عادي کول هم د ده په لاسته راوړنو کې شامل دي. د روان لمريز کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د طالبانو او امريکا تر منځ د هوکړې له مخې بايد دغه هېواد په ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي.
https://avapress.com/vdcjame8huqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته