کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خليلزاد پر ډاکټر امين بريد غندلی او ژر تر ژره يې د سولې خبرو پيلېدو غوښتنه کړې

31 اسد 1399 ساعت 10:15

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ډاکټر عبدالباقي امين بريد په کلکو ټکو غندلی او ټینګار يې کړی چې افغانستان د سولې يو ستر فعال له لاسه ورکړ.

نوموړي نن سهار پر خپل ټوېټر ليکلي، ډاکټر عبدالباقي امين د پراخ فکر لرونکی عالم و او د افغانستان سولې ته يې له انکار پرته د پام وړ ژمنتیا لرله.

نوموړي د ښاغلي امين وژنه د هغه چا کار بللی چې غواړي د افغانستان د سولې خبرې وځنډېږي.

نوموړي دغه ترهګريز بريد غندلی او د ښاغلي امين له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې.

نوموړي ويلي، د ډاکټر امين قربانۍ ته په درناوي دې ټول اړخونه تاوتريخوالی کم کړي او ژر تر ژره دې خبرې پيل کړي.

نوموړي ويلي د سولې خبرو د ځنډ لپاره هېڅ موجه دليل نشته.



د مطلب کود: 217181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217181/خليلزاد-پر-ډاکټر-امين-بريد-غندلی-او-ژر-تر-ژره-يې-د-سولې-خبرو-پيلېدو-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com