کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

يوازې د افغانستان سويل کې د پوليو ۲۶ پېښې ثبت شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سنبله 1399 ساعت 9:54

د افغانستان په سويل کې روغتيايي مسوولين وايي، روان کال په ياده حوزه کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ۲۶ پېښې ثبت شوې دي.


روغتيایي مسئولین وایي، د روان کال له پیله بیا تر اوسه په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز ولایتونو کې ۲۶ د پولیو مثبتې  پېښې ثبت شوې دي.
په سویل کې د کتلوي معافیت مسئولین وایي، د ۲۶ پېښو له ډلې ۱۲ په هلمند، ۸ کندهار، ۴ ارزګان، یوه زابل او یوه هم په نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دغه پېښې په داسې حال کې زیاتېږي چې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله په هیواد کې زیات شمېر ماشومان د پولیو له واکسین بې برخې شوي دي.


د مطلب کود: 217216

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217216/يوازې-د-افغانستان-سويل-کې-پوليو-۲۶-پېښې-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com