دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 217216
يوازې د افغانستان سويل کې د پوليو ۲۶ پېښې ثبت شوې
د افغانستان په سويل کې روغتيايي مسوولين وايي، روان کال په ياده حوزه کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ۲۶ پېښې ثبت شوې دي.
روغتيایي مسئولین وایي، د روان کال له پیله بیا تر اوسه په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز ولایتونو کې ۲۶ د پولیو مثبتې  پېښې ثبت شوې دي.
په سویل کې د کتلوي معافیت مسئولین وایي، د ۲۶ پېښو له ډلې ۱۲ په هلمند، ۸ کندهار، ۴ ارزګان، یوه زابل او یوه هم په نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دغه پېښې په داسې حال کې زیاتېږي چې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله په هیواد کې زیات شمېر ماشومان د پولیو له واکسین بې برخې شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezf8wpjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته