کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سپین‌بولدک‌ـ‌‌ چمن لاره د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سنبله 1399 ساعت 10:33

د کندهار ولایتي چارواکي وایي، د سپین‌بولدک ـ چمن لاره وروسته له اوو میاشتو ځنډ د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.


د کندهار د والي ویاند بهیراحمدي خامه پرس ته وویل، یاده لاره د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د تېرو اوو میاشتو را په دې خوا د مسافرو، ټرانزیت او هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه چې نن سهار بېرته پرانیستل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د یادې لارې د پرانیستل کېدو لپاره له تېرو څو میاشتو راهيسې د افغان حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې تېره ورځ دواړه لورو پر دې هوکړه وکړه چې یاده لار به د تل لپاره د ترانزیت او د عامو وګړو د تګ راتګ پرمخ خلاصه وي.
احمدي دغه راز زیاته کړه، له دې وروسته خلک کولی شي د پخوا په څېر د تذکرې او شناخته کارډ پر لرلو سره په دې لاره تګ راتګ وکړي.
د یادولو ده چې یاده لاره د کرونا وایروس خپرېدو له کبله د تېرو اوو میاشتو را په دې خوا د خلکو او ترانزیت پر مخ تړل شوې وه چې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه وشول.


د مطلب کود: 217218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217218/د-سپین-بولدک-چمن-لاره-تګ-راتګ-پر-مخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com