کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو: له افغان پوځ سره همکاریو ته دوام ورکوو

2 سنبله 1399 ساعت 10:05

د ناټو ملکي استازي له ولسمشرغني سره په لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې له افغان پوځ او افغان حکومت به د ناټو ملاتړ دوام ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني تېره ورځ ناوخته په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي ستيفانو پونتیکورو سره کتلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو ملکي استازي په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت او افغان پوځ به د ناټو ملاتړ دوام ولري او د ناټو سرتېري به له افغان پوځ سره اوږه په اوږه د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوي.

د خبرپاڼې په حواله، ستیفانو دغه راز ټینګار کړی چې ناټو د افغانستان د سولې په پروسه کې هم له هیڅ راز همکارۍ ځان نه سپموي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشرغني د ناټو له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه روانه ده او نړیوال باید په دې برخه کې له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن هم ویلي و د افغان سولې پروسې د ناکامېدو په صورت کې به امریکا د افغان حکومت ملاتړ کوي.



د مطلب کود: 217291

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217291/ناټو-له-افغان-پوځ-سره-همکاریو-ته-دوام-ورکوو

آوا
  https://www.avapress.com