دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 217291
ناټو: له افغان پوځ سره همکاریو ته دوام ورکوو
د ناټو ملکي استازي له ولسمشرغني سره په لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې له افغان پوځ او افغان حکومت به د ناټو ملاتړ دوام ولري. د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني تېره ورځ ناوخته په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي ستيفانو پونتیکورو سره کتلي. په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو ملکي استازي په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت او افغان پوځ به د ناټو ملاتړ دوام ولري او د ناټو سرتېري به له افغان پوځ سره اوږه په اوږه د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوي. د خبرپاڼې په حواله، ستیفانو دغه راز ټینګار کړی چې ناټو د افغانستان د سولې په پروسه کې هم له هیڅ راز همکارۍ ځان نه سپموي. د خبرپاڼې له مخې، ولسمشرغني د ناټو له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه روانه ده او نړیوال باید په دې برخه کې له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن هم ویلي و د افغان سولې پروسې د ناکامېدو په صورت کې به امریکا د افغان حکومت ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdchwqniz23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته