کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان پر دوو طالب مشرانو بندیزونه ولګول

2 سنبله 1399 ساعت 10:11

پاکستان پر دوو طالب مشرانو ملا عبدالغني برادر او سراج الدین حقاني دغه هیواد د سفر بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه دوه طالب مشران له دې وروسته نه شي کولای چې پاکستان ته سفر وکړي او شتمني به یې کنګل کېږي.

دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ پرېکړې له مخې ملا برادر او سراج‌الدین حقاني پاکستان ته سفر نه شي کولی او شتمني به یې کنګل کېږي.

پاکستان داسې مهال دغه اقدامات ترسره کوي چې دغه هیواد د ترهګرۍ د ملاتر له امله لا هم د ترهګرۍ په خړ لېست کې دی او که د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې اقدامات ونه کړي د ملګرو ملتونو تور لېست ته به شامل شي.



د مطلب کود: 217298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217298/پاکستان-پر-دوو-طالب-مشرانو-بندیزونه-ولګول

آوا
  https://www.avapress.com