دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 217298
پاکستان پر دوو طالب مشرانو بندیزونه ولګول
پاکستان پر دوو طالب مشرانو ملا عبدالغني برادر او سراج الدین حقاني دغه هیواد د سفر بندیزونه لګولي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه دوه طالب مشران له دې وروسته نه شي کولای چې پاکستان ته سفر وکړي او شتمني به یې کنګل کېږي. دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ پرېکړې له مخې ملا برادر او سراج‌الدین حقاني پاکستان ته سفر نه شي کولی او شتمني به یې کنګل کېږي. پاکستان داسې مهال دغه اقدامات ترسره کوي چې دغه هیواد د ترهګرۍ د ملاتر له امله لا هم د ترهګرۍ په خړ لېست کې دی او که د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې اقدامات ونه کړي د ملګرو ملتونو تور لېست ته به شامل شي.
https://avapress.com/vdceof8wvjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته