کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیمروز کې د پنبې کښت زیات شوی

3 سنبله 1399 ساعت 15:09

د نیمروز دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د چهاربرجک په ولسوالۍ کې د پنبې کرکېله په پراخېدو ده او ډېر شمېر بزګران پنبې کرکېلي ته لېوال شوي دي.

یاد ریاست وایي، د چهاربرجک ولسوالۍ په مورینکي، پده ګي کهنه، خجو، نصیر، تالپده، لوندو او جان بیک سیمو کې د پنبې کروندې زیاتې شوي دي.

د نیمروز د کرنې ریاست وایي، چې په یادو سمیو کې تر دې مخکې کوکنار کرل کېدل خو اوس د دوی ځمکې د پنبې په کروندو بدل شوي دي.

په همدې حال د کرنې وزارت سږکال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پنبې ۵۰۰ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي.

د پنبې دغه ننداریزې قطعې، چې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده د هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، تخار، سمنګان، جوزجان، بغلان او هلمند په ولایتونو کې دي، چې د ۱۳۹۹یم مالي کال په لومړی نیمایي کې جوړې شوي دي.



د مطلب کود: 217401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217401/نیمروز-کې-د-پنبې-کښت-زیات-شوی

آوا
  https://www.avapress.com