دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 217401
نیمروز کې د پنبې کښت زیات شوی
د نیمروز دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د چهاربرجک په ولسوالۍ کې د پنبې کرکېله په پراخېدو ده او ډېر شمېر بزګران پنبې کرکېلي ته لېوال شوي دي. یاد ریاست وایي، د چهاربرجک ولسوالۍ په مورینکي، پده ګي کهنه، خجو، نصیر، تالپده، لوندو او جان بیک سیمو کې د پنبې کروندې زیاتې شوي دي. د نیمروز د کرنې ریاست وایي، چې په یادو سمیو کې تر دې مخکې کوکنار کرل کېدل خو اوس د دوی ځمکې د پنبې په کروندو بدل شوي دي. په همدې حال د کرنې وزارت سږکال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پنبې ۵۰۰ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي. د پنبې دغه ننداریزې قطعې، چې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده د هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، تخار، سمنګان، جوزجان، بغلان او هلمند په ولایتونو کې دي، چې د ۱۳۹۹یم مالي کال په لومړی نیمایي کې جوړې شوي دي.
https://avapress.com/vdcaw0nu649n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته