کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرغني د امام علی رحمان د تاجکستان له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې کړې

3 سنبله 1399 ساعت 14:47

ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د امو سیند سواحلو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو بحث کړی.

د خبرپاڼې په خبره، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ټینګ ملاتړ وکړ او د ولسمشرغني له دریځ څخه د ملاتړ ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې تاجکستان به په نړیوالو او سیمه‌ییزو غونډو کې د افغانستان ترڅنګ وي او د افغان حکومت د دریځ ملاتړ به کوي.

د خبرپاڼې په حواله، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ولسمشرغني ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه تاجکستان ته د سفر بلنه ورکړه او ولسمشرغني د مننې په ویلو سره ومنله او همدارنګه یې ولسمشر امام علي رحمان ته هم افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت د درواز ولسولۍ خلکو د تاجکستان له ولسمشر غوښتي و چې دوی ته دې مکتبونه، برق، او روغتونونه جوړ کړي.



د مطلب کود: 217424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217424/ولسمشرغني-د-امام-علی-رحمان-تاجکستان-له-ولسمشر-سره-ټلیفوني-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com