دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 217424
ولسمشرغني د امام علی رحمان د تاجکستان له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې کړې
ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې کړي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د امو سیند سواحلو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو بحث کړی. د خبرپاڼې په خبره، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ټینګ ملاتړ وکړ او د ولسمشرغني له دریځ څخه د ملاتړ ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې تاجکستان به په نړیوالو او سیمه‌ییزو غونډو کې د افغانستان ترڅنګ وي او د افغان حکومت د دریځ ملاتړ به کوي. د خبرپاڼې په حواله، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ولسمشرغني ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه تاجکستان ته د سفر بلنه ورکړه او ولسمشرغني د مننې په ویلو سره ومنله او همدارنګه یې ولسمشر امام علي رحمان ته هم افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت د درواز ولسولۍ خلکو د تاجکستان له ولسمشر غوښتي و چې دوی ته دې مکتبونه، برق، او روغتونونه جوړ کړي.
https://avapress.com/vdcf0ed0jw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته