کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني له استاد سیاف سره کتلي

5 سنبله 1399 ساعت 13:58

ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د استاد سیاف د پوښتنې ترڅنګ له هغه سره د هیواد پر روان وضعیت بحث کړی.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغان سولې د پروسې په اړه هم مفصل بحث شوی.

ولسمشرغني دغه لیدنه وروسته تر هغه کوي چې په دې ورستیو کې د سولې پروسه له ځينو خنډونو سره مخ شوې او ورځ تر بلې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کېږي.

ولسمشر د زندانیانو د خلاصون فرمان د لویې جرګې تر پرېکړې وروسته لاسلیک کړ خو لا هم ډېره برخه رندانیان نه دې ازاد شوي او لامل یې هم د ځينو هیوادنو فشار ښودل شوی چې هغوی نه غواړي افغان حکومت دې دغه بندیان ازاد کړي.



د مطلب کود: 217573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217573/غني-له-استاد-سیاف-سره-کتلي

آوا
  https://www.avapress.com