کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د یوه کور د دیوال چپه کېدو له کبله د یوې کورنۍ د ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

6 سنبله 1399 ساعت 9:34

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي،په یاده پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي. د خوکیاڼي په خبره په مړو او ټپيانو کې ماشومان او میرمنې شامل دي او زیاتوي، چې د ۲ ټپيانو وضعیت د اندېښې وړ دی. دغه راز د یوه بل خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله درې تنه ټپیان شوي دي. نوموړی وایي یاده ترافیکې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.



د مطلب کود: 217610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217610/په-ننګرهار-کې-د-یوه-کور-دیوال-چپه-کېدو-له-کبله-یوې-کورنۍ-۶-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com