دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 217610
په ننګرهار کې د یوه کور د دیوال چپه کېدو له کبله د یوې کورنۍ د ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي،په یاده پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي. د خوکیاڼي په خبره په مړو او ټپيانو کې ماشومان او میرمنې شامل دي او زیاتوي، چې د ۲ ټپيانو وضعیت د اندېښې وړ دی. دغه راز د یوه بل خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله درې تنه ټپیان شوي دي. نوموړی وایي یاده ترافیکې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
https://avapress.com/vdccsmqix2bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته