کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل او تاشکند افغانستان ته د برېښنا پر انتقال هوکړه وکړه

8 سنبله 1399 ساعت 10:51

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر نن په تاشکند د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره له دغه هېواده افغانستان ته د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پر لېږد هوکړه وکړه.

د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو دغه راز د سوداګريزو او ټرانسپورتي اړيکو پر پراختیا هم توافق وکړ.

اتمر او کاملوف دغه راز د افغانستان د سولې پروسې کې د ازبکستان د رول پر اهمیت هم ټينګار وکړ او د سولې به برخه کې يې د سيمې هېوادونو پر اجماع بحث وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير افغانستان د دغه هېواد په بهرني سياست کې يو مهم هېواد ګڼلی دی او هيله يې څرګنده کړې چې تاشکند ته د حنيف اتمر دغه سفر به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو لا ښه اغېز وکړي.

کاملوف دغه راز د افغانستان د سولې په برخه کې د افغان دولت له دريځ د ازبکستان ملاتړ اعلان کړی دی.



د مطلب کود: 217729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217729/کابل-او-تاشکند-افغانستان-ته-د-برېښنا-پر-انتقال-هوکړه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com