کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار:هند او افغانستان ملېشه ځواک جوړوي

8 سنبله 1399 ساعت 11:55

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت د هند په مرسته ملېشه ځواک جوړوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د جمعې د لمانځه خطبه کې ویلي، افغان حکومت د سولې پروسې مخالف دی او د مخالفت تر څنګ په داسې اقداماتو لاس پورې کوي چې پایلې به یې د افغانستان لپاره له خطر ډکې وي.

نوموړي وویل، هند د پاکستان لپاره د سولې له روانې پروسې سره مخالفت کوي او غواړي له افغان حکومت سره په ګډه ملیشه ځواک جوړکړي.

نوموړي دغه راز وویل، افغان حکومت د سولې مخالف دی او نه غواړي چې طالبان د اوسني نطام برخه وګرځي.

حکمتیار دغه راز ویلي. د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو د جوړولو هڅې روانې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې افغان حکومت هڅه کوي چې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته کړي خو وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه هرو مرو عملي کېږي



د مطلب کود: 217736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217736/حکمتیار-هند-او-افغانستان-ملېشه-ځواک-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com