کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالسلام رحيمي د سولې چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو

9 سنبله 1399 ساعت 9:07

د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ عبدالسلام رحيمي د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو.

د دغه فرمان له مخې ښاغلی رحيمي په خارج رتبه بست کې ټاکل شوی دی.

د فرمان پر بنسټ به عبدالسلام رحيمي د دې دندې تر څنګ د ملي امنيت شورا او کابينې غړی هم وي.



عبدالسلام رحيمي د سولې په چارو کې د دولت وزير او د ملي امنيت شورا غړی هم دی. نوموړی تر دې وړاندې د ولسمشر غني د دفتر رئيس و او ولسمشر ته يو خورا نېږدې کس بلل کېږي.
د شنونکو په باور په دې ګمارنې سر ولسمشر غني غواړي د سولې په چارو د پام وړ کنټرول ولري.
دا په داسې حال ده چې نن ولسمشر غني د يوه فرمان پر بنسټ د ملي پخلاينې عالي شورا غړي هم وټاکل.


د مطلب کود: 217768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217768/عبدالسلام-رحيمي-د-سولې-چارو-کې-ولسمشر-ځانګړی-استازی-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com