دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 217768
عبدالسلام رحيمي د سولې چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو
د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ عبدالسلام رحيمي د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو. د دغه فرمان له مخې ښاغلی رحيمي په خارج رتبه بست کې ټاکل شوی دی. د فرمان پر بنسټ به عبدالسلام رحيمي د دې دندې تر څنګ د ملي امنيت شورا او کابينې غړی هم وي.

عبدالسلام رحيمي د سولې په چارو کې د دولت وزير او د ملي امنيت شورا غړی هم دی. نوموړی تر دې وړاندې د ولسمشر غني د دفتر رئيس و او ولسمشر ته يو خورا نېږدې کس بلل کېږي.
د شنونکو په باور په دې ګمارنې سر ولسمشر غني غواړي د سولې په چارو د پام وړ کنټرول ولري.
دا په داسې حال ده چې نن ولسمشر غني د يوه فرمان پر بنسټ د ملي پخلاينې عالي شورا غړي هم وټاکل.
https://avapress.com/vdcg3u9x7ak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته