کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محب: د نړیوالو له وتلو وروسته به هم نظام دوام لري

9 سنبله 1399 ساعت 9:07

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د نړیوالو هیوادونو له ملاتړ پرته هم حکومت کولای شي اوسنی نظام پرمخ بوځي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په تازه مرکه کې ویلي، که نړیوال هیوادونه د اوسني نظام ملاتړ ونه کړي افغان حکومت د اوسني نظام پر مخ بېولو توان لري او په وخت سره به نوي ملاتړ کوونکي هم پیدا کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، د لنډ مهالې ادارې د جوړېدو په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي او په خبره یې لنډ مهاله اداره د هیواد په ګټه نه بلکې د کړکېچ سبب ګرځي.

محب دغه راز زیاته کړه، د ملي پخلاینې عالي شورا د سولې بهیر په لار کې د اسانتیاوو برابرونکې ده خو وایي، د بهیر پرېکړه کوونکې نه ده.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه ولسمشرغني د ملي پخلاینې عالي شورا د غړو نوملړ تائید کړ او ټاکل شوې د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی په روانه اوونۍ کې قطر ته لاړ شي.



د مطلب کود: 217769

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217769/محب-د-نړیوالو-له-وتلو-وروسته-هم-نظام-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com