کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د پخواني سناتور محمد حسن هوتک وژنه وغندله

10 سنبله 1399 ساعت 11:00

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کابل په پنځمه ناحيه کې د پخواني سناتور او د ولسمشر د ستر سلاکار محمد حسن هوتک وژنه غندلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي:

سناتور محمد حسن هوتک د زابل مخور مشر او د هیواد رښتینی خواخوږی و چې د خپلو ولسونو د ښې استازولۍ ترڅنګ یې تل د خلکو د خیر ښیګڼې او هوساینې لپاره هڅې کولې.

د خبرپاڼې په حواله ولسمشر غني اړوندو مسوولینو ته پر محمد حسن هوتک د تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

ولسمشر غني د محمد حسن هوتک د وژل کېدو له امله د هغه کورنۍ، د زابل خلکو او د هیواد ملي شورا ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګند کړي او نوموړي ته يې د لوی الله په دربار کې د فردوس جنت دعا کړې ده.

د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د ولسمشر ستر سلاکار محمد حسن هوتک پرون مازديګر ۶ بجې د کابل ولايت د پنځمې ناحيې اړوند قلعه وزير سيمه کې په يوه وسله‌وال بريد کې ووژل شو.



د مطلب کود: 217838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217838/ولسمشر-غني-د-پخواني-سناتور-محمد-حسن-هوتک-وژنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com