کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: افغانستان لا هم د کرونا وبا د خپرېدو له ګواښ سره مخامخ دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1399 ساعت 11:11

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي افغانستان لا هم د کرونا وبا د خپرېدو له ګواښ سره مخامخ دی.


دغې ادارې پرون وویل چې تر ټولو زیانمنونکې سیمې له پاکستان او ایران سره پولې دي چې خلک بې‌کنټروله پرې تګ راتګ کوي.
د دوی په باور، روغتیایي کارکوونکي سرحدي سیمو کې ولاړ وي، خو د معایناتو پوره امکانات او ان د ځان د خوندیتوب بشپړ وسایل نه‌لري.
په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې څه باندې ۳۸ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې شااوخوا ۲۹ زره بېرته رغېدلي دي.
اوچا دغه اندېښنه داسې مهال ښيي چې د عامې روغتیا مسؤلین وایي، افغانستان کې د کرونا پېښې د پام وړ ټیټې کچې ته راغلي دي.


د مطلب کود: 217926

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217926/اوچا-افغانستان-لا-هم-د-کرونا-وبا-خپرېدو-له-ګواښ-سره-مخامخ-دی

آوا
  https://www.avapress.com