کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې ورزشي فعالیتونه بیا پیل شول

11 سنبله 1399 ساعت 13:26

دغه ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د کورونا ویروس د مخنیوي کمېټې او د روغتیا وزارت د لارښوونو پر اساس یې له تېرې ورځې راهیسې ټولو ورزشي مرکزونو ته د فعالیتونو پیلېدو اجازه ورکړه. په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ورزش پر مهال دې روغتیایي لارښوونو ته پوره پام وشي او د نندارچیانو د شتون مخه دې ونیول شي. یاده دې وي چې کابو پنځه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله ورزشي فعالیتونه بند او ټول مرکزونه یې وتړل شول.



د مطلب کود: 217954

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217954/په-هېواد-کې-ورزشي-فعالیتونه-بیا-پیل-شول

آوا
  https://www.avapress.com