کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: هلمند کې ۱۹ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

12 سنبله 1399 ساعت 12:03

د افغانستان دفاع وزارت وایي په هلمند کې ۱۹ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


دا خبره نن د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلې ده.
د اعلامیې له مخې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ په مارجې او ناوې ولسوالیو کې پرون د وسله‌والو طالبانو د بريدونو مخنيوی کړی دی.
دفاع وزارت ادعا کوي چې د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او اووه تنه‌یې ټپیان دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه د وراوښتې مرګ‌ژوبلې او د افغان چارواکو د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 218017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218017/دفاع-وزارت-هلمند-کې-۱۹-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com