دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 218017
د افغانستان دفاع وزارت وایي په هلمند کې ۱۹ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
دا خبره نن د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلې ده.
د اعلامیې له مخې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ په مارجې او ناوې ولسوالیو کې پرون د وسله‌والو طالبانو د بريدونو مخنيوی کړی دی.
دفاع وزارت ادعا کوي چې د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او اووه تنه‌یې ټپیان دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه د وراوښتې مرګ‌ژوبلې او د افغان چارواکو د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdcezv8wfjh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته