دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 218159
دفاع وزارت: فاریاب او جوزجان پر لویه لار ۳۰ ماینونه شنډ شول
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د فاریاب او جوزجان پر لویه لار يې ۳۰ ماینونه شنډ کړي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، ویل شوي چې ماینونه د سړک له هغې برخې چې د قرغان او دولت اباد له ولسوالیو تېرېږي، پاک شوي دي.
د افغانستان حکومت پر وسله والو طالبانو تور پورې کوي چې پر لویو لارو او سړکونو ماینونه ږدي.
د چهارشنبې په ورځ د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې ۶ کوچنیان د ماین په چاودنه کې ووژل اودوې ښځې ژوبل شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbswb59rhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته