کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښځې له رضايت او د محکمې له هم‌مهاله حکم پرته د بکارت پردې ازمويل منع شول

13 سنبله 1399 ساعت 11:16

د قوانينو کمېټې پرېکړه کړې چې د ښځې له رضايت او د محکمې له هم‌مهاله حکم پرته د بکارت پردې ازمويل جواز نه لري او د دې کار عامل په بند محکومېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم معاونيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د کابينې د قوانينو کمېټې ځانګړې ناسته د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه او د هېواد د جزا کوډ کې د بکارت پردې ازمويلو اړوند مادې د تعديل پر طرحه بحث وشو.



په خبرپاڼه کې راغلي، د جلسې غړو پرېکړه وکړه چې د ښځې د انساني کرامت د ساتلو او د بشري حقونو د رعايت په هدف د بکارت پردې ازمويل بايد په هم‌مهاله ډول د ښځې د رضايت او د محکمې د حکم په شتون کې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر دويم مرستيال عدليې وزارت ته امر وکړ تر څو په دې تړاو د قوانينو کمېټې پرېکړه د جزا کوډ د تعديل طرحه کې ځای کړي او د کابينې غونډې ته يې د نهايي کېدو په هدف وړاندې کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د جزا په کوډ کې راغلي وو چې د بکارت پردې ازمويل له دې دوو شرطونو (د ښځې رضايت يا د باصلاحيته محکمې حکم) د يوه د موجوديت په صورت کې ترسره کېدای شي، خو تېر کال د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون له قيد او شرط پرته د بکارت پردې ازمويلو د مخنيوي غوښتنه کړې وه. 


د مطلب کود: 218093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218093/د-ښځې-له-رضايت-او-محکمې-هم-مهاله-حکم-پرته-بکارت-پردې-ازمويل-منع-شول

آوا
  https://www.avapress.com