کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې له افغانستان سره خپل پروازونه بیا ځنډولي

14 سنبله 1399 ساعت 12:21

ترکیې له افغانستان سره خپل پروازونه د یوې میاشتې لپاره ځنډولي دي.

د افغانستان د ملکي او هوایي جلند ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ترکیې هیواد پرېکړه کړې چې له افغانستان سره به خپل پروازونه د روان کال د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې ځنډوي.

خبرپاڼه لیکي، دغه پروازونه د کرونا وایروس د پراختیا له کبله ځنډول شوی دي.

په ورته وخت کې د ترکیې د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، دوی لا هم د دغه وایروس د پراختیا له وېرې له افغانستان سره د پروازونو د پیل لپاره اجازه نه ده ورکړې.



د مطلب کود: 218139

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218139/ترکیې-له-افغانستان-سره-خپل-پروازونه-بیا-ځنډولي

آوا
  https://www.avapress.com