کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسن داوړ يو ځل بيا ونيول شو

15 سنبله 1399 ساعت 9:34

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ يو ځل بيا د کوېټې په هوايي ډګر کې ونيول شو.

محسن داوړ له هغه وروسته د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوی چې نوموړي غوښتل په بلوچستان کې د وژل شوو او ورکو شوو کسانو له کورنیو سره وګوري او له دوی سره خواخوږي څرګنده کړي.



محسن داوړ پرون له اسلام‌اباد د کويټې هوايي ډګر ته ورسېد او کله يې چې غوښتل له هوايي ډګر بهر شي، د پوليسو له لوري اجازه ور نه کړل شوه او وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو وزير وويل، د امنيتي ګواښونو له کبله نوموړی يوه خوندي ځای ته لېږدول شوی.

خو دې چارې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين غوسه کړ او نوموړي خبرداری ورکړ که تر شنبه محسن داوړ خوشي نه شي، دوی به سختې پرېکړې وکړي.

د جولای پر ۲۹مه د بلوچستان یوې محکمې دې ايالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو پارلماني غړو محسن دوړ او علي وزیر د ۹۰ ورځو لپاره د ورتګ بندیزونه لګولي وو.

د پښتون‌ژغورنې غورځنګ يوه غړي ويلي، محسن داوړ غوښتل د هغې کورنۍ له غړو سره وګوري چې تر لوی اختر وړاندې يې دوه کسان د نامعلومو وسله‌والو په ډزو ووژل شول او د دې تر څنګ هغه غوښتل د يو شمېر ورکو شوو کسانو له کورنیو سره هم وګوري.

 


د مطلب کود: 218163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218163/محسن-داوړ-يو-ځل-بيا-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com